
د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي ریاست د عوایدو د راټولولو او له پوروړیو د پورونو د ترلاسه کولو په موخه، د کابل جنکشنونو له مدیرانو سره یوه غونډه ترسره کړه.
ددې غونډې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت د تجارتي رئیس مولوي عبدالرحمن زاهد ټینګار وکړ چې له پوروړیو کسانو څخه ټول پورونه باید ترلاسه شي.
ښاغلي زاهد زیاته کړه چې د برېښنا لګښت او د پورونو د ورکړې په برخه کې د پېرودونکو بې غوري لامل شوی چې د افغانستان برېښنا شرکت له ستونزو سره مخ شي.
په همدې حال کې د کابل برېښنا رئیس مولوي فضل الرحمن د عوایدو پر راټولولو د ټینګار ترڅنګ د جنکشنونو مدیرانو ته لارښوونه وکړه چې د شبکې اصلاح او د برېښنا رسونې خدمتونو د ښه والي په برخه کې هڅې وکړي.
په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا تجارتي رئیس مولوي عبدالرحمن زاهد، د کابل برېښنا رئیس مولوي فضل الرحمن فضلي، د افغانستان برېښنا شرکت د عوایدو د راټولولو او اصلاحاتو ریاست مرستیال میرویس عطايي، د کابل برېښنا عملیاتي مرستیال محمد اسلام کټوازي او د جنکشنونو مدیرانو هم ګډون کړی وو.